د افغانستان د ملي خپلواکۍ جبهې د مشر، ډاکټر نوید احمد احمدزي پیغام د حسیني عاشورا په مناسبت

د افغانستان د ملي خپلواکۍ جبهې د مشر، ډاکټر نوید احمد احمدزي پیغام د حسیني عاشورا په مناسبت

آزادۍ غوښتونکو او غیرتي هېوادوالو!

د حسیني عاشورا پاڅون یوازې یو تاریخي یادګار نه دی، بلکې د تاریخ په اوږدو کې د ظلم او ستم په وړاندې یو داسې غږ دی چې هېڅکله نه چوپ کېږي.

 

 د اباعبدالله الحسین (ع) پاڅون د مستبدینو پر وړاندې د مېړانې هینداره او داسې درس دی چې باید د ټولنې ویده وجدانونه د باطل پر وړاندې مبارزې ته راویښ کړي.

 

نن موږ په داسې حال کې د دغه حماسي سمبول یاد تازه کوو چې زموږ ګران هېواد افغانستان د یوې جاهلې او جابرې ډلې په منګولو کې اسیر دی. 

 

طالبانو په خپلو استبدادي سیاستونو سره، له خلکو څخه فردي او ټولنیزې آزادۍ اخیستي دي؛ په هېواد کې عدالت مړ شوی او انساني کرامت چې تر ټولو لوړ الهي ارزښت دی، هره ورځ د دغه رژیم تر پښو لاندې کېږي. 

 

دوی غواړي د پوهې او رڼا ډېوې مړې کړي او پر ملت باندې د جهل او اسارت تیاره واکمنه کړي.

موږ په «د افغانستان د ملي خپلواکۍ جبهه» کې د کربلا د حسیني نهضت په رڼا کې، د خپل مظلوم ولس د آزادۍ، عدالت او انساني کرامت د بېرته ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوو. 

 

زموږ د جبهې سرښندونکي مبارزین د همدې ټولنې له منځه او ستاسو د دردونو او رنځونو له زړه څخه راپورته شوي دي او د هېواد د ملي ارزښتونو، نوامیسو او خپلواکۍ د دفاع لپاره خپل ځانونه قرباني کوي.

 

ای د هېواد غیور او آزادي غوښتونکي ولسه! 

عاشورا موږ ته د ظالم پر وړاندې د نه تسلیمېدو درس راکوي، نن د افغانستان اوسنی وضعیت زموږ او ستاسو «حسین‌وار» غبرګون او درېدو ته اړتیا لري.

 

 د دغو روانو بې‌عدالتیو او جنایاتو پر وړاندې چوپتیا، له ظالم سره مرسته ده، راځئ د عاشورا له جاویدانه او انقلابي پېغام څخه په الهام اخیستلو، د دغې جابرې ډلې پر وړاندې په یو صف کې راپورته شو او یو ځل بیا په دې تاریخي خاوره کې د حق، عدالت او آزادۍ بیرغ ورپوو.

 

زموږ لاره، د حق او د هېواد د ژغورنې لاره ده؛ او بریا خامخا د هغه ملت په برخه ده چې د ظلم او جهل پر وړاندې سر نه ټیټوي.

تل دې وي د افغانستان د شریف ولس د حق غوښتنې مبارزه!

ډاکټر نوید احمد احمدزی

د افغانستان د ملي خپلواکۍ جبهې مشر»

 

Share: